الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د کابل- جلال آباد سړک لومړۍ برخه ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی.
د دې سړک د ۶ کیلو متره برخې قیرچارې ترسره شوې دي او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او یاد سړک ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.