الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د ګل باغ سړک د دوېمې برخې د دویمې لیکې د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې قیر چارې ترسره شي.
د غه سړک چې، له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د ۲۳۹۶ مترو په اوږدوالي او ۳۳ متره سور په دوو لیکو کې طرحه شوې دی، د پلچکونو، د سړک غاړې لښتیو، پلیولار او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي.

د ګلباغ سړک یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د کابل لوېدیځ له سویل سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، د یاد سړک د یوې لیکې قیر چارې څه موده وړاندې تر سره شوې دي.