الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خواجه ‌بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه‌لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له لوري د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه ‌بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه‌لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، د ۲۶۸ میلیونه، ۵۹۱ زره او ۴۱۵ افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي بلکې، هغه هېوادوالو ته هم ځانګړی ارزښت لري چې د خیرخانې مېنې ته تګ راتګ کوي. د نوموړي په وینا؛ دا پروژه به د ترافیکي ګڼه ‌ګوڼې په کمښت او د ښار د ترانسپورټي شبکې په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه چې، دغه سړک به ۳۸۳۰ مترو په اوږدوالي او۳۰ مترو په سور سره په معیاري توګه د یوه کال په موده کې جوړ شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د نوموړي په وینا؛ د دې سړک په اوږدو کې ۴۰۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
اوس مهال تر ورکړل شوې خبرتیا وروسته، د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې دي چې، د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به، د پروژې عملي چارې پیل شي.