
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د ودانیزو کارونو پر دوام؛ د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په یاده څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام وویل چې، ورته مهال د دې لویې پروژې په نورو برخو کې هم کارونه روان دي او اوس مهال یې ترځمکې لاندې سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي څو قیر کولو ته چمتو شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د هوايي پله د اساسي ستنو( پایو) او استحکامي سرپوښ کارونه هم وروستي پړاو ته رسېدلي دي او د پله د تېرونو د نصبولو لپاره هم چمتوالی نیول شوی چې، ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
په یاده څلورلارې کې د نادریې لېسې له لوري د ترافیک څلورلارې پر لور ترځمکې لاندې سړک، ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
همدا راز د دهنباغ څلورلارې له لوري د پروان دو څلورلارې پر لور هوايي پُل ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور، ۸ متره لوړوالی او ۲۴۷ استحکامي ستنې(پایې) لري.
د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو سربېره د څلورلارې د شاوخوا سړکونو پراختیا هم د یادې پروژې برخه چې، بنسټيزې چارې یې پیل شوې دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په دې ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کې ترانسپورتي او ترافیکي آسانتیاوې رامنځته او ښاریانو ته به د خوندي تګ راتګ زمینه برابره شي.
د بره کي څلورلارې ترځمکې لاندې سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې پیل شوې


