الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد د سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي


ا د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل- جلال آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي.
دغه پروژه چې، له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو سیمې تر تلاشۍ پورې ۱۰۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د ۱۵ میاشتو په موده کې به په معیاري توګه بشپړه شي.
د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول د دې پروژې نورې برخې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې او متوازنې پراختیا ته به زمینه برابره شي.