
په دیارلسمه ناحیه کې له برچي سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د جوړولو او پراختیا بنسټیزې چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه شي.
دغه سړک ۲۳۷۶ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونې سیمې، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک جوړېدل له یوې خوا د ښاریانو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي او بله خوا به د برچي سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت سربېره، په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلېدو ته زمینه برابره شي.
د پل خشک سړک بنسټیزې چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري


