
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د اوومې او شلمې ناحیې ترمنځ د کابل سیند د پاسه د ګلباغ د دویم اساسي پله د ګاډرونو د نصب چارې روانې دي.
د ډیزاین له مخې، په اوسني پړاو کې د یاد پله ګاډرونه نصبېږي او د دې پړاو تر بشپړېدو وروسته به د پله د فرش جوړولو چارې پیل شي.
یاد پُل چې ۲۶ متره اوږدوالی او ۲۲ متره سور لري، د ۴۰ ستنو( پایو) په کارولو سره به د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د وسایطو او ښاریانو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته او بله خوا به په یاد سړک کېترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزه په اساسي توګه هواره شي.
د معیاري پلونو جوړول او پراختیا، د کابل ښاروالۍ له مهمو برنامو څخه دي چې، موخه یې د ښاري ترانسپورټي شبکې پیاوړتیا، د بدیلو لارو رامنځته کول او ښاریانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.
د ګلباغ د دویم پله د ګاډرونو نصبولو چارې روانې دي


