الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د پلیو لارو د جوړولو چارې روانې دي

د کارته پروان له دویمې برخې څخه تر سرای شمالي پورې د بادام باغ سړک دواړو خواوو ته د پلیو لارو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
د بادام باغ سړک چې په ټوله کې ۳۲۸۸ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۳۰ متره سور لري، لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې یې تېر کال ترسره شوې او یوازې د ۸۰۰ متره برخې قیر چارې یې د هوا د سړښت له امله پاتې شوې دي چې، ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
دغه پروژه تر اوسه ۹۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بادام باغ سړک جوړېدل د ښاریانو پخوانۍ هیله وه چې، اوس په واقعیت بدله شوې او د بره کي څلورلارې د بدیلې لارې په توګه او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په بره کي څلورلارې، سرای شمالي، تهیه مسکن، پروان سه او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.