د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د شاوخوا ۴ کیلو مترو په اوږدوالي لومړۍ طبقه قیر چارې د تخنیکي معیارونو مطابق پیل شوې.
د دغه سړک د جوړولو چارې د پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو په روان کال کې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د پروژې مدیر انجنیر شبیر احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د دې سړک قیر چارې د کیفیت په پام کې نیولو سره ترسره کېږي څو یې دوام تضمین شي.
نوموړي زیاته کړه چې، تر اوسه د دې سړک د جوړولو چارې شاوخوا ۴۵ سلنه پرمخ تللې او د پاتې برخو د جوړول چارې یې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړونې په دې پروژه کې د یوه کانال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
یاده پروژه د کابل په سویل کې یوه له مهمو زېربنايي پروژو څخه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د اړوند سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.
د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


