الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د اوومې او شلمې ناحیې اړوند له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د بېلابېلو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دا پروژه په روان کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک په دوو برخو کې طرحه شوی چې، لومړۍ برخه یې د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې، ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او دویمه برخه یې له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې،۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او نورو مهمو ښاري تاسیساتو جوړول هم شامل دي چې په معیاري توګه به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او له بلې خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.