الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي

د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د پاتې برخو د اساسي طبقو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۳۸۴۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، تر اوسه یې د ۲۸۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې برخې قیر چارې شوې دي او ټاکل شوې ده د پاتې برخو قیرچارې یې هم په نږدې ورځو کې ترسره او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي.
ټاکل شوې ده تر قلعه قاضي پورې د یادې پروژې د دویمې برخې دجوړولو چارې هم د ۱۱۱۷ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور ډېر ژر پیل شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو یاده پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
ددې پروژې په پشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د ښار معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.