الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې سړک جوړولوچارې روانې دي


د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژرقیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د کارته سه، چهارقلعه چهاردهي او د علاءالدین سیمې معیاري پراختیا ته زمینه برابره شي.
دغه راز تمه کېږي چې، یاده پروژه به د ترانسپورتي آسانتیاوو په رامنځته کولو سره د کارته‌سه، د چهاردهي چهارقلعه او علاءالدین سیمو د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي فعالیتونو د لا زیاتې ودې لپاره زمینه هم برابره کړي.