
د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګرامیو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څویاد سړک د روان کال په بهیر کې جوړ شي.
دغه سړک چې ۱.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، تم ځایونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا په ملالۍ څلورلارې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادې پروژې د کیفیت د تضمین په موخه، د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي.
د احمد شاه بابا مېنې- بګرامیو نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


