الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت مخې ته د هوايي پله د ګاډرونو د نصب چارې پیل شوې


د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د ۷۲ ګاډرونو د نصب چارې پیل شوې.
د دې پروژې مدیر انجنیر خوش‌محمد سیحون په دې اړه وویل: یاد پل د ۲۳۵ مترو په اوږدوالي، ۱۸ مترو سور او ۶.۸ مترو په لوړوالي ډیزاین شوی او ۴۷۲ متره استنادي دېوال (شیروال) لري. د نوموړي په وینا، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پر شپږو استحکامي پایو پلې کېږي چې، تر اوسه یې څه دپاسه ۵۰ سلنه چارې پرمخ تللې دي.
ښاغلي سیحون زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۳۳ مترو په شعاع او ۱۵۰ مترو په اوږدوالي یو دایروي ریمپ هم شامل دی، چې د ترافیکي بهیر په تنظیم او د وسایطو د تګ راتګ په تأمین کې به مهم رول ولوبوي.
یاد هوايي پل په څلورو لینونو ( دوه د تګ او دوه د راتګ لپاره) ډیزاین شوی او د لوپ‌ ډوله ریمپونو په لرلو سره به د لېږد وسایطو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.
هم‌مهاله، د جوی شیر د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي. دغه سړک د کابل ولایت د ودانۍ له مخې څخه د ماشین‌خانې تر سیمې پورې ۷۸۳ متره اوږدوالی او ۳۲ متره سور لري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې دغه دواړه پروژې د روان کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.
دا چې، سالنګ‌ واټ د کابل ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې لرونکو سوداګریزو سیمو څخه ده، له همدې له امله د دې هوايي پله او د جوی شیر نوي نښلوونکي سړک جوړول به د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې په کمښت او د شهرنو، ده‌افغانانو او شاوخوا سیمو ترمنځ به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.