د شپاړلسمې ناحیې اړوند د لومړي مکروریان له پل څخه تر پاچا پله پورې د کابل سیند د غاړې په اوږدو کې د سړک جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دغه سړک به د خنډونو ( استملاکي ملکیتونو) تر پاکولو کولو وروسته، د ۱۳۲۴ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره، د ۱۰ میاشتو په موده کې په معیاري توګه جوړ شي.
په دې پروژه کې د یوه کانال، یوه لښتي، یوه پلچک، د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او پليولارو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دې سړک په اوږدو کې ۶۹ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون به مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي: د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا په سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.
د لومړي مکروریان له پل څخه د پاچا تر پله پورې د کابل سیند پرغاړه د سړک جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


