الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو- ملالۍ څلورلارې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بګرامیو- ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې شي.
په دې پروژه کې د سړک سربېره، د جدلونو بیارغونه هم شامل دي چې، اوس مهال د رنګولو په حال کې دي. همدا راز په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو نصبول او د ګلدانونو پراختیا هم په دې پروژه کې شامل دي چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم او ترافیکي خوندیتوب په برخه کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ د ښاري تاسیساتو د بیارغونې او ښاري ښکلا په موخه، ګټورې برنامې یو پر بل پسې پلې کوي.
د یادونې وړ ده چې، تېر کال د یاد سړک ۴ کیلو متره برخه په دوو لیکو کې په اساسي توګه بیارغول شوې ده او اوس مهال یې د ښکلا چارې تر لاس لاندې دي.