د پنځلسمې ناحیې اړوند په ۴م او ۲۲م ګذر کې د دوو نویو سړکونو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
په دې پروژه کې په ټولیزه توګه د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور سره د دوو سړکونو جوړول شامل دي چې، د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ شي.
د دې پروژې لومړۍ چې، ۵۸۳ متره اوږدوالی لري، د ۲۲م ګذر اړوند د قصبې سیمې په مرجان ښارګوټي او دویمه برخه یې د ۹۱۷ مترو په اوږدوالي د ۴م ګذر اړوند د پنځه سوه فامیلیو په سیمه کې پلې کېږي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به د ۸ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مسئولین وایي چې، د دغو دوو سړکونو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او نورې ټولنیزې ستونزې هوارې شي.
پاتې دې نه وي چې، په یاده پروژه کې د سړکونو د قیر کولو ترڅنګ، د لښتیو او پليولارو جوړول هم شامل دي.
د پنځلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د دوو سړکونو د جوړولوچارې پیل شوې


