
د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته، د جوی شیر- پُل آرتل سړک د دویمې لیکې قیر چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دغه پروژه چې، د ښار په کچه یوه مهمه پروژه بلل کېږي د بشپړېدو کېدو په حال کې ده او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري چې، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، پلیولارو، ګلدنونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وايي چې، د ګڼه ګوڼې د ستونزې، د بدیلې لارې د نشتون او د ښاري تاسیساتو له شتون سره سره، بیا هم یاده پروژه د پلان له مخې پر مخ روانه ده.
د دې سړک په جوړېدو سره به د ښار په مرکزي برخو کې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د جوی شیر- پُل آرتل سړک د دویمې لیکې قیر چارې پیل شوې


