الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې له ده عربانو سیمې څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د نوي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې له ده عربانو سیمې څخه د کمپنۍ تر څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د پروژو مدیر انجنیر شبیراحمد شیرزاد په دې تړاو وویل: دغه سړک به په سیمه کې د شته خنډونو (اسملاکي ملکیتونو) تر پاکولو وروسته، د ۲۷۱۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره، د ۱۰ میاشتو په موده کې، د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې په معیاري توګه جوړ شي.
نوموړي زیاته کړه، په دې پروژه کې د ۱۱۹۵ مترو په اوږدوالي د یوه لوی کانال، د پلچکونو، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونوجوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي چې،، د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د پغمان پر پخواني سړک او د خواجه مسافر پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، په شاوخوا سیمو کې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته به د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي.