الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځلسمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د مرجان ښارګوتي د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۷.۲ متره سور لري، د لښتیوپه ګډون به د دوو میاشتو په موده کې جوړ او ورسره جوحت به د سیمې اوسېدونکي ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي..
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د زېربنايي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره او د ښار د متوازنې پراختیا په برخه کې ګټور پلانونه پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.