
د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي څو دا سړک د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد سړک چې، په ټولیزه توګه ۹ زره ۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، تر اوسه یې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته د ۶ کیلو مترو په اوږدوالي یوه برخه قیر شوې ده او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې ټول پړاونه د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره د برنامو او پروژ د تنظیم ریاست د انجنیرانو تر څار لاندې ترسره کېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځه شي او بله خوا به د کابل ښار د ختیځ زون په سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې د سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي


