
د اتلسمې ناحیې اړوند د کابل- بګرام له سړک څخه د ده سبز تر ولسوالۍ پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، د کابل ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک به د نوي کابل د ماسترپلان له مخې او د خنډونو تر پاکولو وروسته، د ۲۷۳۹ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د یوه کال په موده کې په معیاري توګه جوړ شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې د اړوند سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د مسئولینو په وینا؛ په دې پروژه کې ۵۴ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي: یاده پروژه د اتلسمې ناحیې د معیاري پراختیا، د ښاري شبکو د پراخوالي او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د کابل- بګرام له سړک څخه تر ده سبز ولسوالۍ پورې د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


