الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې بیاځلي پیل شوې


د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د قلعه زمان خان له سړک څخه تر حربي پوهنتون پورې د قلعه‌شانان نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې د تخنیکي ستونزو تر هوارېدو وروسته بیاځلي پیل شوې او هڅه کېږي څو دغه پروژه په لنډ وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسؤلینو په وینا؛ دغه سړک چې ۲ زره او ۱۰۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه کانال جوړول هم پکې شامل دی.
مسؤلین زیاتوي چې، ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د سړک د پاتې برخو لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د ۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور سره د موټرو یو لوی پُل هم جوړ شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار د ختیځو سیمو او د کابل–جلال‌آباد سړک ترمنځ د تګ راتګ آسانتیاوې لا زیاتې او په اړوند سیمو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
پاتې دې نه وي چې، د یاد سړک د جوړولو چارې تر دې مهاله ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري.