
د ښاري زېربناوو د معیاري کولو او پراختیا په موخه، له دهن باغ څخه تر بره کي څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې چې، ۵۹۴ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د یوه کانال جوړول هم شامل دي. یاد کانال له دهن باغ څلورلارې څخه تر بره کي پورې ۵۸۲ متره اوږدوالی او پر دوام یې له وزیر آباد کانال سره نښلوونکی کانال ۳۵۱ متره اوږدوالی لري چې، په معیاري توګه به جوړ شي.
کابل ښاروالۍ پلان لري چې، له صدارت څلورلارې څخه تر دهن باغ پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې هم ډېر ژر پیل کړي. یاد سړک چې د ۱۹۹۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره سور سره جوړېږي د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ د دغو پروژو په پلي کولو سره غواړي د ښاري زېربناوو د پراختیا، د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي. په دې برخه کې جوړ شوي پلانونه به یو پر بل پسې پلي شي.
له دهن باغ څخه تر بره کي څلورلارې د سړک د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې


