الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نجات څلي په څلورلارې کې د هوايي پله او دایروي رمپونو د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښار د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د وسایطو د تګ راتګ د ظرفیت د لوړولو په موخه، د نجات څلي په څلورلارې کې د هوايي پله او دوو دایروي رمپونو (انټرچنج) د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې.
د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال، انجنیر محمد داود ځواب پّ دې اړه وویل: د نجات څلي هوايي پل په شپږو لینونو کې ډیزاین شوی، چې درې لینونه د تګ او درې نور یې د راتګ لپاره ځانګړي شوي دي. د نوموړي په وینا؛ دغه پل چې ۴۵۰ متره اوږدوالی، ۲۸ متره سور او ۷ متره لوړوالی لري، په جوړېدو سره به یې د وسایطو د تګ راتګ ظرفیت د پام وړ لوړ او د خوندي تګ راتګ لپاره به زمینه برابره شي.
ښاغلي ځواب زیاته کړه چې، په دې پروژه کې د ۲۲۵ او ۲۳۹ مترو په اوږدوالي دوه لوپ ته ورته دایروي رمپونه هم شامل دي چې، ۴۸ او ۵۰ متره شعاع لري. د دغو رمپونو ترڅنګ به نښلوونکي سړکونه هم جوړ شي، ترڅو وسایط وکولای شي له ځنډ او ترافیکي ستونزو پرته په بېلابېلو مسیرونو تګ راتګ وکړي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دغه هوايي پل د کابل–لوګر پر اصلي سړک، د ښار د نفوس د ودې، د وسایطو د شمېر زیاتوالي او د معیاري ترانسپورتي شبکې د رامنځته کولو اړتیاوو په پام کې نیولوسره طرحه شوی دی چې، په کابل ښار کې له مهمو او ستراتیژیکو زیربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي.
د نجات څلي څلورلارې د کابل ښار له تر ټولو ګڼه ګوڼه لرونکو څلورلارو څخه ده چې، د کابل–لوګر او کابل–جلال‌آباد دوه مهم اقتصادي دهلېزونه سره نښلوي. په دې سیمه کې دوامدار ترافیکي ستونزې د ښاریانو د وخت د ضایع کېدو، د سون توکو د مصرف د زیاتوالي او د چاپېریال د ککړتیا د کچې د لوړوالي لامل شوی ؤ.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین وایي چې، د پروژې له طرحې او ډیزاین وړاندې په یاده څلورلارې کې پراخه تخنیکي څېړنې او فني ارزونې ترسره شوې دي. د دغو ارزونو پایلې ښيي چې، د نجات څلي اوسنۍ تقاطع د اوسنیو او راتلونکو ترافیکي اړتیاوو د ځواب ویلو وړتیا نه لري، له همدې امله د څو (غیرهمسطحه) تقاطع جوړول د ترافیکي ستونزو د بنسټیز حل لپاره اړین بلل شوي دي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ښار ترانسپورتي شبکه نوره هم معیاري شي، ترافیکي ستونزې به کمښت ومومي، ښاري نظم به پیاوړی شي او د کابل ښار د ترانسپورتي خدمتونو کیفیت به د پخوا په پرتله د پام وړ ښه والی ومومي.
کابل ښاروالۍ د یادې پروژې په پلي کولو سره د ترانسپورتي شبکو د نويو کولو، ترافیکي ستونزو له منځه وړلو اود ښاري نظم د ښه والي په برخه کې ګټور ګام اخلي څو ښاري زېربناوو تلپاتې شي او په کابل ښار کې د ترانسپورتي چوپړتیاوو وضعیت د پخوا په پرتله مثبت بدلون ومومي.