الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې قیر چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا تر تخنیکي او فني ازمایښت او د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې قیر چارې په منظمه توګه روانې دي.
تر اوسه د یاد سړک ۲ کیلو متره برخه قیر شوې ده او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو او په ټاکلي وخت یې چارې بشپړې شي.
د خیرخانې کوتل سړک درېیمه برخه د یولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند له سرای شمالي څلورلارې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې (د ګاز او نفتو ادارې تر مخې پورې) ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به په معیاري توګه جوړ شي.
د خیرخانې کوتل سړک د کابل د شمال له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چې، د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د دې سړک د جوړولو چارې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي.