الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحیې اړوند د پشه يي درې د سړک جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو د پراختیا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه،د څوارلسمې ناحیې د پغمان سیمې اړوند د پشه يي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د ۸۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل کړې.
دغه پروژه چې، د ۵۴۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره، د لښتیو او استنادي دېوالونو په ګډون ډیزاین شوې ده، د فني معیارونو په پام کې نیولو سره به د لسو میاشتو په موده کې بشپړه شي.
پشه يي دره د کابل ښار یوه لرې پرته سیمه ده چې، اوسېدونکي یې د کلونو له راهیسې د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ښاري خدمتونو ته لاس رسی ومومي او د تګ راتګ ستونزې به یې په بنسټيزه توګه هوارې شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، دا پروژه د یادې ادارې د پرمختیايي پلان له مخې د ښار د متوازنې پراختیا په موخه پلې کیږي څو ښاریانو ته مناسبې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
دا اداره ژمنتیا لري چې، د پرمختیايي پلان له مخې زېربنايي پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، ښاریانو ته د سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.