
د ګلباغ له پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې د ۳۵ سلنه کاري پرمختګ په درلودلو سره په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
دغه سړک چې ۵۳۱۴ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د ۱۴ زره مکعب په اندازه استنادي دېوال، ۲۱ پلچکونو، لښتیو، ګلدانونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د دې پروژې له ټولو پړاوونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي څو په غوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي.
د ګلباغ سړک چې، د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، زېربنايي پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او معیاري خدمتونو ته د ښاریانو د لاس رسي زمینه برابره کړي.
د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري


