
د بادام باغ سړک قیر چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي او دا مهمه زېربنايي پروژه به ډېر ژر بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې د کارته پروان له دویمې برخې څخه تر سرای شمالي پورې غځېدلی دی، د جوړولو چار یې څه باندې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د بادام باغ سړک په ټولیزه توګه ۳۲۸۸ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۳۰ متره سور لري. د دې سړک د ډیری برخې قیر چارې تېر کال ترسره شوې دي او یوازې د ۸۰۰ متره برخې دویمه طبقه قیر چارې یې پاتې دي چې، اوس مهال د ترسره کېدو په حال کې دي.
په دې پروژه کې د لښیتو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نورجزئیات هم شامل دي.
د بادام باغ سړک جوړېدل د ښاریانو پخوانۍ هیله وه چې، د بره کي څلورلارې د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري او تر څنګ به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
همدا راز د دې سړک په جوړېدو سره به د سرای شمالي، تهیه مسکن، پروان سه او ورڅېرمه سیمو سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د بادام باغ سړک قیر چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي


