الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد د زرغونې سیمې د جوړولو پروژه ۷۰ سلنه پرمخ تللې ده


د څلورمې ناحیې اړوند د تاجور سلطانه ښوونځي ته څېرمه د وزیرآباد د زرغونې سیمې د جوړولو پروژه ۷۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه په ۹۶۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي او۳۰ مترو په سور سره د پلي کېدو په حال کې ده.
په دې پروژه کې د احاطې دېوال، شپږو دروازو، کټارو، پلیولارو، ګلدانونو، څلور تزئیني فوارو، د ساتونکي خونې، د اوبو زېرمې، زرغونې سیمې، سیوري ځای، اوږدو څوکیو، کانتین، تشنابونو، سپتیک څاه او ماشومانو لپاره د لوبغالي جوړول شامل دي.
د مسئولینو په وینا؛ د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکي مناسب تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي او بله خوا به د ښار په بڼه کې مثبت رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، یاده سیمه تر دې وړاندې د یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو له خوا غصب شوې وه چې، د کابل ښاروالۍ له خوا تر بېرته راګرځولو وروسته، اوس مهال د ښاري پلانونو د چوکاټ له مخې په زرغونې سیمې د بدلېدو په حال کې ده.