
د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د موټرو د هوايي پل لپاره ۷۲ ګاډرونه چمتو شوي چې، تر اوسه یې۲۴ نصب شوي او د پاتې نورو د نصبولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه له وړاندې جوړ شوي ګاډرونه د پل د چت او اصلي جوړښت اساسي برخه جوړوي چې د پله په استحکام، پایښت او اوږدمهاله دوام کې مهم رول لري.
یاد ګاډرونه د «ترکي ۷۷» خصوصي شرکت له خوا د معیاري او تخنیکي شرایطومطابق د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو تر تخنیکي څارنې لاندې تولیدېږي، څو د پله کیفیت، مقاومت او خوندیتوب تضمین شي.
د تولید په بهیر کې لومړی د تخنیکي ډیزاین له مخې د اوسپنیزو سیخانو قفسونه برابرېږي، وروسته پیاوړي فولادي کېبلونه په قالبونو کې ځای پر ځای کېږي. دغه کېبلونه د هایدرولیک جکونو په وسیله تر ټاکلې اندازې پورې کش کېږي او له کانکریټ اچونې او د اړتیا وړ مقاومت تر ترلاسه کېدو وروسته بېرته آزادېږي. له دې پړاو وروسته ګاډرونه د لېږد او نصب لپاره چمتو کېږي.
د دغو درنو ګاډرونو لېږد هم د ځانګړو خوندي او ترافیکي تدابیرو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي او د ښار په سړکونو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه، ډېری وخت د شپې له خوا سیمې ته لېږدول کېږي.
کابل ښاروالۍ غواړي دغه پروژه په چټکۍ سره ترسره کړي، څ، ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه، د وسایطو تګ راتګ آسانه او په کابل ښار کې معیاري ترانسپورټي زیربناوو ته لاس رسی لا ډېر شي.
د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله لپاره د۷۲ ګاډرونو د نصب چارې روانې دي


