
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د دویمې لیکې د اساسي طبقو د جوړولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او ډېر ژر به قیر شي. تر دې وړاندې د یاد سړک یوه لیکه قیر او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د ګلباغ سړک دویمه برخه چې، له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري، د لښتیو، پلچکونو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او دیوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډيزاین شوی او هڅه کېږي چې هرڅه ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې مهمې زېربنايي پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د اړوند سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې دویمه لیکه به ډېر ژر قیر شي


