
د شپږمې ناحیې اړوند له علاءالدین درې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۷۸ سلنه پرمخ تللې دي او هڅه کېږي چې د نږدې دوو میاشتو په موده کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د سړک غاړې لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
تمه کېږي چې، یاده پروژه به د ترانسپورتي آسانتیاوو په رامنځته کولو سره د کارتهسه، د چهاردهي چهارقلعه او علاءالدین سیمو د اقتصادي، سوداګریزو او پراختیایي فعالیتونو د لا زیاتې ودې لپاره زمینه هم برابره کړي.
د علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې سړک جوړولوچارې ۷۸ سلنه پرمخ تللې دي


