الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


د شپږمې ناحیې اړوند له پُل ‌سرخ څخه تر علاءالدین درې لارې پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې، دا پروژه د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې د ۱۹۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د یوه معیاري سړک جوړول شامل دي. همدا راز د سړک په اوږدو کې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د ۱۳۲۵ مترو په اوږدوالي، ۲ مترو په سور او ۳.۱۲ مترو په ژوروالي یو لوی کانال هم جوړېږي.
په دې سربېره د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول د معیاري څراغونو نصبول او کرښې اچول هم د دې پروژې له مهمو برخو څخه دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پُل ‌سرخ، کارته سه او علاءالدین درې لارې ترمنځ د ښاریانو تګ‌راتګ اسانه او د وسایطو د تېرېدو ظرفیت به لوړ شي.
همدا راز د کانال په جوړېدو سره به د یادو سیمو د ځمکې سطحي اوبه په ښه توګه مدیریت شي.
کابل ښاروالۍ د دې پروژې په پلي کولو سره غواړي د ښاري زېربناوو پراختیا، د اقتصادي فعالیتونو ودې او په په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو ته زمینه برابره کړي.