
د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د نوي سړک د پاتې برخو قیر چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
دغه سړک چې، په ټولیزه توګه ۳۸۴۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، تر اوسه یې څه باندې ۳ کیلومتره برخه قیر شوې ده او د پاتې برخو قیر چارې به یې د پلان مطابق په راتلونکو ورځو کې ترسره شي.
ورته مهال له یادې سیمې څخه تر قلعه قاضي( حلقوي سړک) پورې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. دغه سړک ۱۱۱۷ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به یو له بل سره د سیمو د نښلېدو سربېره، د کابل د معیاري سړکونو شبکه لا پراخه شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د روان کال په اوږدو کې به خپلې ګڼې بنسټیزې پروژې د پلان مطابق بشپړې او د ښاري زیربناوو په پراختیا سره به ښاریانو ته لا غوره، معیاري او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې، اوس مهال دغه پروژه د پلان مطابق وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده.
له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک د پاتې برخو قیر چارې روانې دي


