الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمداکبرخان مېنې او شېرپور سیمې د فرعي سړکونو په تیږو فرشولو پروژه ۹۰ سلنه پرمخ تللې ده


د لسمې ناحیې اړوند، د وزیر محمد اکبرخان مېنې او شیرپور سیمې ترمنځ د اوو فرعي سړکونو د تیږو فرشولو پروژه په چټکۍ سره روانه ده او تر اوسه ۹۰ سلنه پرمخ تللې ده.
د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له مهمو برنامو څخه ده، چې د ښاري بنسټیزو زیربناوو د ښه والي او د فرعي سړکونو د شبکې د پراختیا په موخه پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ‌راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي نوري زیاته کړه، په دې پروژه کې لومړی، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړک شامل دي، چې په جوړېدو سره به یې د ښار د بېلابېلو سیمو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او د تګ‌راتګ د ستونزو په هوارولو کې مهم رول ولوبوي.
په دې پروژه کې له معیاري تیږو څخه کار اخیستل کېږي، چې د سړکونو د دوام او استحکام سربېره، د ځمکې تل ته د باراني اوبو د جذب زمینه هم برابروي.
دا پروژه د کابل ښاروالۍ د هغو برنامو په چوکاټ کې پلې کېږي، چې موخه یې د ښاري زیربناوو پراختیا او د معیاري سړکونو جوړول دي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.