الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې اوسېدونکو د زرغونو سیمو په خړوبولو کې برخه واخیسته


د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه، د درېیمې ناحیې ګذر وکیلانو، د سیمې د مشرانو، ځوانانو او یو شمېر اوسېدونکو په ګډون د یو حشر په ترڅ کې دسړک غاړې ګلدانونه او زرغونې سیمې خړوب شوې.
د درېیمې ناحیې د ګذر وکیلانو د شورا رئیس عبدالحی یوسفي وویل: د دې ناحیې اوسېدونکو د اوبو د ټانکرونو په چمتو کولو سره د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو کې اغېزمنه مرسته وکړه او یو ځل بیا یې د ښاري چاپېریال ساتنې په برخه کې د مسئولیت احساس په ډاګه کړ.
دغه راز د درېیمې ناحیې مرستیال، مفتي اخترمحمد عثماني، په دې حشر کې د ګډونوالو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول، یوازې د زرغونتیا ریاست مسئولیت نه دی، بلکې د ټولو ښاریانو ګډ مسؤلیت دی او د ښاریانو مرسته د ښار د زرغونو سیمو په ساتنه او پراختیا کې بنسټیز رول لري.
په پای کې د دې حشر ګډونوالو د ونو د خړوبولو او پالنې په برخه کې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د ونو او نیالګیو ساتنه د ټولو ښاریانو ملي، دیني او ټولنیز مسئولیت دی او په دې برخه کې باید هېڅ ډول بې‌پروايي ونه شي.