الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په قلعچه سیمه کې د فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۳۳م ګذر اړوند په قلعچه سیمه کې د ۵ فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې روانې دي.
د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه چې په ټولیزه توګه ۱۱۹۵ متره اوږدوالی، ۵ او ۸ متره سور لري، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به بشپړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې چاپېریالي او سیمه ییزې ستونزې هوارې شي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د زېربنايي او ټولګټو پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته غوري ښاري چوپړتیاوې وړاندې او د دوی ته د سوکاله ژوند زمینه برابره کړي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.