الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د منشي میرغلام له ښارګوټي څخه تر کابل- پروان لویې لارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د اوولسمې ناحیې اړوند د منشي میرغلام له ښارګوټي څخه د کابل- پروان تر لویې لارې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
د سړک جوړولو دغه پروژه چې، د ۴۰۴۹ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د پلې کېدو په حال کې ده، د ۱۴ میاشتو په موده کې به په معیاري توګه بشپړه شي. د کابل په شمال کې د دغه سړک جوړول له ځانګړی اهمیت څخه برخمن دی او د خیرخانې کوتل د ګنې ګوڼې په کمښت او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د سړک غاړې لښتيو، پلیولارو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.