الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌کي او کلوله‌پشتې سیمو ترمنځ د سړک قیر چارې پیل شوې

د څلورمې ناحیې اړوند د بره‌کي له سړک څخه تر کلوله‌پشتې سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دا کار د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره او د ودانیزو توکو د کیفیت له ازمویښت وروسته د ترسره کېدو په حال کې دی.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي چې، هڅه کېږي داپروژه په لنډ وخت کې بشپړه او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
یاد سړک د بره‌کي څلورلارې یوه بدیله لاره ګڼل کېږي چې، د ۶۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی. په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، لښتیو او پلیو لارو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. دغه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو تر تخنیکي او فني څارنې لاندې پلې کېږي، څو یې کیفیت تضمین شي.