الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې لومړنۍ چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ له لوري د شلمې ناحیې اړوند له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
دا سړک ۳.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په څلورو لیکو( دوه اصلي او دوه فرعي) کې ډیزاین شوی دی. په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د بایسکل چلولو ځانګړې لیکې، د څراغونو نصبول او کرښې اچول هم شامل دي. ټاکل شوې ده د دې سړک چارې د ۱۸ میاشتو په موده کې په معیاري توګه بشپړې شي.
د کابل- لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو پروژه د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانو په ځانګړې توګه د هېواد د سویل ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته شي.
دا سړک د کابل په سویل کې د اقتصادي دهلیزونو له ډلې شمېرل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د کابل ښار ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.