
د کابل ښاروالۍ له خوا د دهبوري له شهـ – ید څلورلارې څخه د پوهنتون تر وروستي تم ځای او پر دوام یې د سیلو تر سړک پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. ټاکل شوې ده د پوهنتون له وروستي تم ځای څخه د سیلو تر سړک پورې د یاد سړک دغه برخه په نږدې ورځو کې قیر شي.
یاد سړک چې ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او نورو تاسیساتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
ټاکل شوې ده د دې سړک د جوړولو چارې د روان کال په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه پروژه د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو په سړکونو به ترافیکي بهیر په منظم ډول ووېشل شي.
د پوهنتون له وروستي تم ځای څخه تر سیلو پورې سړک قیر چارو ته چمتو شوی دی


