الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې د پلان مطابق پرمخ روانې دي.
اوس مهال د یاد سړک د پاتې برخو د بنسټیزو طبقو، د پلچکونو او د سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د سرای شمالي له څلورلارې څخه د خیرخانې کوتل تر پورتنۍ برخې پورې، ( د نفت او ګاز ادارې مخې ته) د ۳۶۴۷ مترو په اوږدوالی او ۲۷ مترو په سور سره د ښاري معیارونو مطابق د پلې کېدو په حال کې ده.
تر اوسه د دې سړک شاوخوا ۲ کیلومتره برخه قیر شوې ده او د نورو برخو د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.
کابل ښاروالۍ ژمنه کوي چې، دغه پروژه به په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې وسپاري.
د خیرخانې کوتل سړک د هېواد له مهمو ترانزیټي لویو لارو څخه ګڼل کېږي، چې هره ورځ زرګونه موټر او د شمالي ولایتونو مسافر ترې ګټه اخلي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت سربېره، ښاریانو او نورو مسافرو ته د خوندي تګ راتګ زمینه هم برابره شي.