
د کابل ښاروالۍ له خوا او د هبیتات دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د ۴۸م ګذر اړوند د جنرال حیدر جر، پُل خشک سړک او قلعه قاضي ترمنځ د فرعي کوڅو د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دغه پروژه چې د ۶۴۴ مترو په اوږدوالي او ۵ متره سور سره ، د لښتیو په ګدون د پلي کېدو په حال کې ده، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پروړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ د همکارو بنسټونو په مرسته د ښار د متوازنې پراختیا او د خلکو د ژوند کیفیت د لوړولو په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ورته پروژې طرحه او پلې کوي.
د دیارلسمې ناحیې په ۴۸م ګذر کې د فرعي کوڅو جوړولو چارې روانې دي


