
د درېیمې ناحیې اړوند د پُل آرتل له مخې څځه تر دهمزنګ پورې د سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر فني او تخنیکي څارنو لاندې پیل شوې.
دغه سړک چې، ۱۰۴۰ متره اوږدوالی، ۲۷ او ۳۰ متره سور لري، په یوه اصلي او یوه فرعي لیکه کې، د لښتیو، پلیولارو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
مسئولین وايي چې، د ترافیکو ریاست مخې ته د دې سړک د ۳۰ متره برخې قیرچارې پاتې دي چې هغه به هم ډېر ژر به ترسره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه هم برابره شي.
له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


