
د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې ترمنځ د څرخي پله په سیمه کې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.
ټاکل شوې ده دغه سړک د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته، د ۱۴۱۰ مترو په اوږدوالي او۳۰ مترو په سور سره د لسو میاشتو په موده کې په اساسي توګه جوړ شي.
یاده پروژه د ښار د معیاري پراختیا، د ترانسپورتي شبکو د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ مهمه زېربنايي پروژه ده.
د دې سړک په اوږدو کې ۱۳۵ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل خوښي وښوده او دا کار یې د سیمو د اقتصادي ودې، آسانتیاوو رامنځته کېدو او په پلاني د غیر پلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې مهم وباله.
د دولسمې او یو ویشتمې ناحیې ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې


