الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د یوویشتمې ناحیې اړوند، د کابل–جلال‌آباد تر سړک پورې د بګراميو–لته‌بند نښلوونکي سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پروژه شاوخوا ۶۰ سلنه پر مخ تللې چې، دوه کیلومتره برخه به یې ډېر ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې طرحه شوی دی. په دې پروژه کې د یوه لوی پله، پلچکونو، د سړک په اوږدو کې د ۷۰۰۰ مربع متر استنادي دېوالونو، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
دغه سړک چې د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه ګڼل کېږي، د ښاریانو د تګ راتګ په آسانتیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښار په سوېل ختیځه حوزه کې د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.