
د ا.ا.ا د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست له خوا د کابل ښاروالۍ د پروژو مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې، د پروژو د مدیریت د ښه والي او د افغانستان د برېښنايي تدارکاتي سیستم د دودولو په موخه، یو ورځنی علمی- روزنیز سمینار ترسره شو.
دغه سمینار د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په وینا پیل شو. نوموړي د کیفیت، شفافیت، روڼتیا او د عصري مدیریت د اصولو د مراعاتولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د برېښنايي او مدیریتي سیستمونو کارول د پروژو د پلي کولو د بهیر په چټکتیا، د روڼتیا په زیاتوالي او د اغېزمنې څارنې په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د پروژو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې، د چارو د پیل، پرمختګ او د تخنیکي ستونزو تر هواري پورې د پروژو ټول پړاوونه د افغانستان د برېښنايي تدارکاتي سیستم له لارې، چې د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست له خوا رامنځته شوی، ثبت او په دوامداره توګه نوي کړي. هغه زیاته کړه چې، دا اقدام نه یوازې روڼتیا تضمینوي، بلکې د ټاکلي مهالویش مطابق او په غوره کیفیت د پروژو د پلي کېدو زمینه هم برابروي.
ورته مهال د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي سیستم د تحلیل کارپوه سید جلالالدین رحماني، د سمینار ګډونوالو ته د یاد سیستم د کارولو د څرنګوالي، ګټو، وړتیاوو او اغېزمنتیا په اړه معلوماتي پرېزنټیشن وړاندې کړ.
د سمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځواب ویلو سربېره، د پراختیايي پروژو د مدیریت، پلي کولو او څارنې په برخه کې د روزنیزو برنامو پر دوام او د برېښنايي سیستمونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وشو.
د کابل ښاروالۍ د پروژو مدیرانو ته علمي- روزنیز سمینار ترسره شو


