
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې په ۹مه نېټه د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې پیل شوې وې چې، اوس په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه څه باندې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري. هڅه کېږي څو دغه پروژه په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاد هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري. په دې پروژه کې د پله دواړو غاړو ته د ۴۷۲ مترو په اوږدوالي محافظتي دېوالونه (شیروالونه) هم جوړېږي چې، پر شپږو استحکامي ستنو ولاړ دي. د پله په جوړښت کې د ۷۲ ګاډرونو نصبول هم شامل دي چې، تر اوسه یې ۵۶ ګاډرونه نصب شوي او پاتې نور به یې هم په راتلونکو ورځو کې نصب شي. د ګاډرونو د نصبولو چارې د ترافیکي بهیر د تنظیمولو په موخه د شپې له خوا ترسره کېږي.
دغه راز په دې پروژه کې د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم شامل دی چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې مهم رول لري او د جوړولو لومړنۍ چارې یې پیل شوې دي. دغه پُل په څلورو لینونو (دوه د تګ او دوه د راتګ) او لوپ ته ورته رمپونو په لرلو سره ډیزاین شوی څو، د موټرو لپاره د تم کېدو او له تداخل پرته چټک، خوندي او روان تګ راتګ ترسره شي.
ورته مهال د کابل ولایت د اداري ودانۍ له مخې څخه تر ماشینخانې پورې د۷۸۳ مترو په اوږدوالي او ۳۲ متره سور سره د جویشیر نوي نښلوونکي سړک د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي څوله خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو، دغه پروژه د څلورو میاشتو په موده کې بشپړه کړي.
د سالنګواټ د کابل ښار له هغو سوداګریزو سیمو څخه ده چې، د ورځې په اوږدو کې ډېره ګڼه ګوڼه لري. د دې هوايي پله او سړک په جوړېدو سره به په دې سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کچه د پام وړ راکمښت ومومي. همدا راز د شهرنو، دهافغانانو او نورو نږدې سیمو پر لارو به د موټرو د تګ راتګ بهیر لا ښه تنظیم شي.
د کابل ولایت د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله پروژه څه باندې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري


