الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په دویم ګذر کې د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر په مرسته، د یوولسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د قلعه نجارها په سیمه کې د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه سړکونه په ټولیزه توګه، ۴۵۰ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره سور لري چې، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي.
مسؤلین وایي چې، دغه پروژه تر اوسه ۳۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو نږدې دوو میاشتوپه موده بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې، تردې وړاندې د سړکونو د خرابوالي له امله له ګڼو سره مخ وو، له همدې امله دغه پروژه د ناحیې د مسئولینو د وړاندیز پر بنسټ د پراختیایي پلانونو په لومړیتوبونو کې شامله شوه.
د دې پروژې د پلي کېدو موخه،ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول، د ترانسپورتي ستونزو کمښت او د ښاري خدمتونو د وضعیت لوړول دي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.